52 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
ټول اِسرائيليان په شمېر کښې شپږ لاکه يو زر اووۀ سوه او دېرش سړى وُو.
”د ميراث په توګه هغه زمکه په قبيلو باندې د سړو د شمېر په مطابق تقسيم کړئ.
نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې د پچې اچولو سره به تاسو ته ملاويږى، هغه زمکه چې مالِک خُدائ نهۀ نيمو قبيلو ته په حواله کړې ده.
يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. يشوَع دا بنى اِسرائيلو له ورکړو چې خپل ميراث يې شى او په هره قبيله باندې يې په حِصو کښې تقسيم کړو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته نهه نيمو قبيلو ته د ميراث د مِلاوېدو دا فېصله دې د پچې په ذريعه وشى.