30 دا د جِلعاد قبيلې دى، د يعزر قبيله، د حالق قبيله،
اسرىاېل، شِکم،
د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته زمکه د منسى دې باقى پاتې کورَنو ته حواله شوې وه يعنې ابيعزر، حالق، اسرىاېل، شِکم، حِفر او سميدع. دا د يوسف زوئ منسى نران اولاد وو او هغوئ د خپلو کورَنو مشران وُو.
بيا د مالِک خُدائ فرښته د عفره کلى ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې کښېناسته چې دا ونه د يوآس وه، يوآس د ابيعزر د قبيلې سړے وو. د هغۀ زوئ جدعون په پټه باندې د انګورو په لنګرۍ کښې غنم ټکول، د دې دپاره چې ميديانيان يې ونۀ ګورى.
جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.
د مالِک خُدائ روح په جدعون نازل شو، نو هغۀ بيګل وغږولو او د ابيعزر د قبيلې سړى يې راوغوښتل چې هغۀ پسې روان شى.
خو هغۀ وفرمائيل، ”ما چې څۀ کولے شول دا د هغې په نسبت هيڅ هم نۀ دى څۀ چې تاسو کړى دى. کۀ د اِفرائيم سړو لږ څۀ هم کړى دى دا د هغې نه ښۀ دى څۀ چې زما ټولې قبيلې کړى دى.