Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 26:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 د يوسف قبيلې، د هغۀ دوه زامن منسى او اِفرائيم وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 26:28
9 Iomraidhean Croise  

په مِصر کښې، د اُون د يو اِمام فوطيفرع د لور اسنت نه، د يوسف دوه زامن، منسى او اِفرائيم پېدا شول.


نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى.


د منسى نيمې قبيلې خلق د بسن په علاقه کښې د بعل حرمون، سنير او حرمون غر پورې اوسېدل او د هغوئ آبادى ډېره زياته شوه.


د منسى د آرامى وينځې نه دوه زامن اسرى‌اېل او مکير وُو. مکير د جِلعاد پلار وو.


د هغوئ مُلک دې د ټولو نعمتونو نه ډک شى، مالِک خُدائ دې د خپل خېر سره هغوئ له برکت ورکړى، چا چې د سوزېدونکې بوټى نه خبرې وکړې. دا برکتونه دې د يوسف په قبيله نازل شى، ځکه چې هغه د خپلو وروڼو نه اوچت وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan