22 دا قبيلې په شمېر کښې شپږ اويا زره او پينځۀ سوه سړى وُو.
يهوداه، ستا وروڼه به ستا صِفت کوى. تۀ به خپل دشمنان د مرۍ نه رانيسې. ستا وروڼه به ستا په مخکښې ټيټ شى.
خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو.
مالِک خُدائ دې تاسو زيات کړى، تاسو او ستاسو د بچو نسل دې زيات کړى.
ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې زمونږ مالِک د يهوداه د قبيلې نه پېدا شو او د دې قبيلې په حقله موسىٰ د اِمامت هيڅ ذکر نۀ دے کړے.