Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 26:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 خو د قورح اولاد نۀ وو وژلے شوے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 26:11
19 Iomraidhean Croise  

امرياه، اخيطوب،


د قورې زوئ او د ابى‌آسف نمسے سلوم، سره د خپلو خلقو چې د قورح ډله وه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو ځائ حِفاظت ذمه وار وُو، لکه څنګه چې مخکښې د هغوئ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ د اوسېدو د ځائ د حِفاظت ذمه وار وُو.


څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى، داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.


اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.


زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره، د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.


خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.


اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ، او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ.


مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے، زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.


اے قومونو تاسو ټول دا واورئ، څوک چې په دُنيا کښې اوسېږئ ما ته غوږ ونيسئ،


قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو، او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل.


د قورح درې زامن وُو، اسير، القنه او ابياسف، دوئ د قورح قبيلو پلار نيکۀ وُو.


نو هغوئ د قورح، داتن او د ابيرام د خېمو نه لاړل. داتن او ابيرام بهر راوتلى وُو او د خپلو خېمو د دروازو په خُلو کښې، د خپلو ښځو سره، د خپلو بچو او د خپلو وړو ماشومانو سره ولاړ وُو.


هغوئ يې تېر کړل، د هغوئ خاندان، سره د قورح د ټولو ملګرو او چې هغوئ څۀ لرل هغه يې هم تېر کړل.


نو هغوئ قبر ته ژوندى لاندې لاړل، سره د هغه هر څۀ چې هغوئ لرل. زمکه په هغوئ باندې رابنده شوه او هغوئ فنا شول.


او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.


د شمعون په قبيله کښې دا قبيلې وې، نمواېل، يمين، يکين،


هغه راياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن او ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده او هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو او د هغوئ د ټولو نوکرانو او ځناورو تېر کړل.


د چا بچو چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ مور پلار نۀ شى وژلے او د چا مور پلار چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، هر څوک به صرف د خپلو جرمونو په وجه وژلے شى چې هغوئ په خپله کړى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan