Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 26:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو زمکه وچاودله او هغوئ يې تېر کړل او کله چې اور دوه نيم سوه سړى تباه کول نو هغوئ هم د قورح او د هغۀ د ملګرو سره مړۀ شول، دا د خلقو دپاره د خبردارۍ يوه نښه شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 26:10
15 Iomraidhean Croise  

بنى اِسرائيلو څلوېښت کاله من خوړل، تر دې پورې چې هغوئ د کنعان مُلک ته ورسېدل او هلته دېره شول.


ځکه چې د هغوئ په وجه به، د يهوداه نه ټول جلاوطن شوى خلق څوک چې په بابل کښې قېديان دى هغوئ به داسې ښېرې کوى، مالِک خُدائ دې تاسو سره د صدقياه او اخى‌اب په شان کار وکړى څوک چې د بابل بادشاه په اور کښې سوزولى وُو.


زۀ به د داسې کس مخالفت کوم او نورو خلقو ته به يې د خندا مثال جوړ کړم. او زۀ به هغه د خپل قوميت نه وباسم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


کله چې دا لوښى د مالِک خُدائ په قربان‌ګاه باندې پېش کېدل نو مقدس شول. نو د دې سړو د اور لوښى واخله کوم چې د خپلې ګناه په وجه مړۀ شوى دى، وې ټکوه نرى نرى پترى شان ترې نه جوړ کړه او د قربان‌ګاه پټولو دپاره سر ترې نه جوړ کړه. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره د خبردارۍ يوه نښه وى.“


او په يوه امسا باندې د هارون نوم وليکه چې کومه د ليوى قبيلې دپاره وى، د هرې قبيلې د مشر دپاره به يوه يوه امسا وى.


”زمونږ پلار په صحرا کښې مړ شو، د هغۀ زامن نشته، خو هغه د قورح د قبيلې نه نۀ وو، چا چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے وو، هغه د خپلې ګناه په وجه مړ شوے وو.


هغه راياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن او ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده او هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو او د هغوئ د ټولو نوکرانو او ځناورو تېر کړل.


دا افتونه به د يوې نښې او خبردارى په شان ستاسو او ستاسو د اولاد په مينځ کښې د همېشه دپاره وى.


او هغۀ د سدوم او عموره ښارونه تباه کړل او وې سيزل او ايره يې کړل، او د راتلونکې زمانې د بې‌دينو دپاره يې د عبرت مقام وګرځولو.


دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.


کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan