Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 25:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او په هغه سړى او ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو او نېزه يې د هغه سړى او ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کومې چې اِسرائيليان تباه کول،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 25:8
10 Iomraidhean Croise  

بيا هغوئ د بنيامين په علاقه ضِلع کښې د ساؤل پلار قيس په قبر کښې د ساؤل او د يونتن هډُوکى ښخ کړل، هم هغه شان چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. او د هغې نه پس خُدائ پاک د هغوئ د مُلک دپاره سوال قبول کړو.


بيا هغۀ مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې يې پېش کړې. مالِک خُدائ د هغۀ سوال قبول کړو او په بنى اِسرائيلو کښې وبا بنده شوه.


داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”په ما باندې خپل درمند خرڅ کړه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړم او چې د دې سره وبا بنده شى. نو زۀ به تا له د دې پوره قيمت درکړم.“


”زما لوظ هغوئ سره وو، د ژوند او امن لوظ، او ما دا هغوئ ته ورکړو چې زما تعظيم وکړى، او هغوئ زما عزت وکړو او زما د نوم د دهشت نه ويرېدل.


چې څوک هم د مالِک خُدائ خېمې ته نزدې ورشى، نو هغه به مړ شى، نو مونږ خو ټول مرګِ حال يُو.“


”فينحاس زوئ د اِلى‌عزر چې د هارون اِمام زوئ دے هغۀ زما غصه د بنى اِسرائيلو دپاره ختمه کړه چې هغوئ کښې هغۀ غېرت وکړو، نو ما د خپل غېرت په وجه بنى اِسرائيل هلاک نۀ کړل.


موسىٰ د بنى اِسرائيلو قاضيانو ته وفرمائيل، ”ستاسو هر يو کس به د خپلې قبيلې نه هر هغه سړے وژنئ څوک چې د فعور د بعل عبادت کوونکے جوړ شوے وى.“


هغوئ د هغۀ دپاسه د کاڼو يو غټ ډېرے جوړ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے. نو د مالِک خُدائ غصه سړه شوه او په دې وجه دغه ځائ ته تر اوسه پورې د مصيبت وادى وئيلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan