7 نو چې فينحاس، د اِلىعزر زوئ او د هارون نمسى دا وليدل، هغه د قبيلې نه پاڅېدو او لاړو. هغۀ نېزه راواخستله،
د اِلىعزر زوئ فينحاس، په يو وخت کښې د هغوئ مشرى کړې وه او مالِک خُدائ د هغۀ مل وو.
زوئ د ابيسوع، زوئ د فينحاس، زوئ د اِلىعزر او زوئ د هارون څوک چې مشر اِمام وو.
خو فينحاس ورمينځ ته شو او مخ نيوے يې وکړو، نو بيا مرض راقابو شو.
ليويانو د موسىٰ خبره ومنله او تقريباً درې زره کسان يې په هغه ورځ ووژل.
د هارون زوئ، اِلىعزر، د فوطئيل د لوڼو نه يوه لور وادۀ کړه، چې د هغې نه يې فينحاس پېدا شو. دا د ليوى قبيلې د قومونو او کورَنو مشران وُو.
”زما لوظ هغوئ سره وو، د ژوند او امن لوظ، او ما دا هغوئ ته ورکړو چې زما تعظيم وکړى، او هغوئ زما عزت وکړو او زما د نوم د دهشت نه ويرېدل.
موسىٰ هغوئ د اِلىعزر اِمام زوئ فينحاس د مشرۍ لاندې جنګ له ولېږل، هغۀ د مقدسو سامانونو او د بيګلو ذمه وارى واخستله چې د اِشارو دپاره غږولے شول.
نو بنى اِسرائيلو د اِلىعزر اِمام زوئ فينحاس د جِلعاد په مُلک کښې د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى قبيلې خلقو له ولېږلو.
يوه ورځ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى ساؤل ونيولو. هغه په خپل کور کښې ناست وو او نېزه يې په لاس کښې وه او داؤد هلته خپله بينجو غږوله.