5 موسىٰ د بنى اِسرائيلو قاضيانو ته وفرمائيل، ”ستاسو هر يو کس به د خپلې قبيلې نه هر هغه سړے وژنئ څوک چې د فعور د بعل عبادت کوونکے جوړ شوے وى.“
الياس حُکم وکړو، ”د بعل پېغمبران ونيسئ، چې يو هم درنه ونۀ تښتى.“ خلقو هغه ټول ونيول او الياس هغوئ لاندې قيسون سيند ته بوتلل او وې وژل.
د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى.
څوک چې د مالِک خُدائ نه بغېر بل خُدائ ته قربانى پېش کوى هغه دې هلاک کړے شى.
چې د فعور بعل وو. نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو.
چې ستاسو د قوم څۀ لوفرانو خلقو د خپل ښار خلق بېلارې کړى دى چې د هغه معبودانو عبادت وکړى چې تاسو يې کله هم د دې نه مخکښې عبادت نۀ دے کړے.
نو بيا د هغه ښار ټول خلق او د هغوئ ټول ځناور هم ووژنئ. هغه ښار پوره تباه کړئ.
کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.
هغوئ ووژنئ. وړومبے کاڼے تاسو ورګزار کړئ او بيا نور خلق ورپرېږدئ چې سنګسار يې کړى.
په فعور کښې زمونږ هغه ګناه درته ياده ده څۀ، چې په کوم وخت کښې مالِک خُدائ په خلقو وبا راوستله؟ مونږ د هغې په وجه تر اوسه پورې په تکليف کښې يُو. ولې هغه ګناه کافى نۀ وه څۀ؟