Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 25:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 کوم سړے چې د ميديانې ښځې سره وژلے شوے وو د هغۀ نوم زِمرى وو، هغه د سلو زوئ وو، چې د شمعون په قبيلې کښې د يو خاندان مشر وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 25:14
10 Iomraidhean Croise  

او چې کله څۀ سوداګر هلته تېرېدل، د هغۀ وروڼو يوسف د کوهى نه بهر راوويستلو او هغه يې د سپينو زرو په شلو سيکو په اِسمٰعيليانو باندې خرڅ کړو، نو هغوئ مِصر ته بوتلو.


هغوئ ميديان پرېښودو او فاران ته لاړل، چې هلته يو څو نور سړى ورسره ملګرى شول. بيا هغوئ مِصر ته سفر وکړو او فِرعون له لاړل، هغۀ حدد له لږه زمکه او کور ورکړو او د خوراک بندوبست يې ورله وکړو.


دا د بنى اِسرائيلو د قبيلو د مشرانو تفصيل دے: د روبين د زِکرى زوئ اِلى‌عزر، د شمعون د معکه زوئ سفطياه، د ليوى د قمواېل زوئ حسبياه، د هارون صدوق، د يهوداه اليهُو، چې د داؤد بادشاه يو ورور وو، د يساکار د ميکائيل زوئ عُمرى، د زبولون د عبدياه زوئ اِسماعيه، د نفتالى د عزرائيل زوئ يريموت، د اِفرائيم د عززياه زوئ هوسيع، د نمرپرېواتۀ منسى د فداياه زوئ يوايل، د نمرخاتۀ منسى د زکرياه زوئ عدو، د بنيامين د ابنير زوئ يعسى‌اېل، د دان د قبيلې د يروحام زوئ عزراېل.


د مالِک خُدائ نه په يره کښې اوسئ او په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، ځکه چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک سره نۀ بې‌اِنصافى شته، نۀ طرفدارے او نۀ رشوت.“


هغه او د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره اِمامان مقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو او د بنى اِسرائيلو د ګناه کفاره يې ادا کړه.“


د هغه ښځې نوم کزبى وو. د هغې پلار صور، د ميديانې قبيلو د يوې قبيلې مشر وو.


دا قبيلې په شمېر کښې دوويشت زره او دوه سوه سړى وُو.


دولس زره د شمعون د قبيلې نه، دولس زره د ليوى د قبيلې نه، دولس زره د يساکار د قبيلې نه،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan