Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 24:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هغه به په ادوم کښې په خپلو دشمنانو بريالے شى او د هغوئ مُلک به قبضه کړى، او اِسرائيليان به مسلسل بريالى کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 24:18
15 Iomraidhean Croise  

قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“


تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې، خو د خپل ورور به تۀ غلام يې. چې کله تۀ باغى شې، نو د هغۀ پړى به وشلوې.“


يعقوب د خپل ځان نه مخکښې د ادوم په مُلک کښې د سعير په علاقه کښې خپل ورور ته پېغام وړُونکى ولېږل.


هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د هغۀ د اختيار لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.


نو مالِک خُدائ د ادوم شاهى خاندان حدد راوچت کړو چې د سليمان خِلاف شى.


د دې نه ډېر وخت وړاندې، کله چې داؤد ادوم فتح کړو او د هغۀ د لښکر مشر يوآب د مړو ښخولو له تلے وو نو داؤد او د هغۀ سړى په ادوم کښې شپږ مياشتې پاتې شول او په دې دوران کښې هغوئ په ادوم کښې ټول نران ووژل


تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه. مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.


او زما تُورې خپل کار په آسمان کښې پوره کړے دے، او ګورئ اوس به دا په ادوم نازله شى، په هغه قوم کوم چې ما د تباهۍ دپاره په نښه کړے دے.


دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ کولو طاقت لرم.“


په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،


نو بنى اِسرائيل به د ادوم په پاتې ځايونو قبضه وکړى او په ټولو هغه قومونو به قبضه وکړى چې زما په نوم دى.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے، څوک چې به دا هر څۀ کوى.


اے ادومه ګوره، زۀ به تا په قومونو کښې وړوکے کړم، تۀ به ډېر سپک شې.


خو ادوميانو ورته ووئيل، ”تاسو د دې ځائ نه نۀ شئ تېرېدلے. کۀ تاسو داسې وکړل، مونږ به راووځُو او په تاسو به حمله وکړُو.“


اِسرائيليان به هغوئ د پښو لاندې کړى او په ښار کښې چې څوک ژوندى پاتې وى نو هغه به تباه کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan