Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 24:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 څوک چې د خُدائ پاک خبرې اورى او هغه حِکمت اخلى چې د خُدائ تعالىٰ نه راځى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا وليده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 24:16
9 Iomraidhean Croise  

او مَلِک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل،


ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بې‌عېبه اوسه.


بيا هغۀ دا پېغام ورکړو، ”د بلعام د بعور د زوئ دا دے پېغام، او د دې سړى خبرې رښتونى دى،


زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى. دا ستورے به د بنى اِسرائيلو نه راشى. هغه به د موآب مشران هلاک کړى او هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى.


او هغۀ دا پېغام ورکړو، ”د بلعام د بعور د زوئ دا دے پېغام، او د دې سړى خبرې رښتونى دى،


د خُدائ پاک خبرې څوک اورى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا يعنې په وېښه خوب وليدو.


او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم.


کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan