15 بيا هغۀ دا پېغام ورکړو، ”د بلعام د بعور د زوئ دا دے پېغام، او د دې سړى خبرې رښتونى دى،
ايُوب خپله خبره جارى وساتله،
او بلعام دا پېغام ورکړو، ”د صفور زويه بلقه پاڅه، او چې زۀ درته څۀ وايم هغه واوره.
بلعام دا پېغام ورکړو، ”د موآب بادشاه بلق زۀ راوستلے يم د آرام نه، د نمرخاتۀ غرونو نه. هغۀ ووئيل چې، راشه او زما دپاره ووايه. په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووايه.
څوک چې د خُدائ پاک خبرې اورى او هغه حِکمت اخلى چې د خُدائ تعالىٰ نه راځى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا وليده.
دا د نبى د پېشګويۍ تصديق وو چې، ”زۀ به د خبرو شروع په مِثالونو سره وکړم، او هغه خبرې به څرګندې کړم چې د دُنيا د پېدايښت راسې پټې ساتلے شوې دى.“