Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 24:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 کۀ تۀ ما له ستا په محل کښې ټول سرۀ زر او سپين زر هم راکړې، نو زۀ د ځان نه څۀ ښۀ يا بد نۀ شم کولے، څۀ چې ما ته مالِک خُدائ فرمائى نو زۀ به صِرف هغه کوم، زۀ د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى نۀ شم کولے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 24:13
6 Iomraidhean Croise  

خو د خُدائ پاک سړى ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ما له ستا نيم دولت هم راکړې، نو زۀ به تا سره لاړ نۀ شم او نۀ به هلته ستا نه څۀ وخورم او نۀ وڅښم.


خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې هغه ما ته څۀ وائى نو زۀ به هم هغه ووايم.“


موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو داسې به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې دا ټول کارونه وکړم او چې ما څۀ هم کړى دى نو هغه مې د ځان نه نۀ دى کړى.


خو بلعام جواب ورکړو، ”کۀ بلق د خپل محل ټول سپين زر او سرۀ زر هم ما له راکړى، نو زۀ به د خپل مالِک خُدائ د يوې وړې نه وړې خبرې نافرمانى هم ونۀ کړم.


په هغه شپه خُدائ پاک بلعام ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ چرې دا سړى تا له راغلل او درته يې ووئيل چې مونږ سره لاړ شه، نو بيا ځان تيار کړه او ورسره لاړ شه، خو هغه څۀ کوه چې څۀ درته زۀ وايم.“


بلعام هغوئ ته ووئيل، ”تاسو نن شپه دلته تېره کړئ او چې مالِک خُدائ ما ته څۀ هم ووائى نو هغه به سبا زۀ تاسو ته ووايم.“ نو د موآبيانو مشران د بلعام سره ايسار شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan