11 نو ورک شه او خپل کور ته لاړ شه. زما خيال دا وو چې اِنعام به درکړم، خو مالِک خُدائ دا اِنعام ستا په قسمت کښې نۀ دے ليکلے.“
زۀ به تا له لوئ اِنعام درکړم او چې تۀ څۀ هم وائې نو زۀ به يې کوم. خو لږ راشه او په دې خلقو زما د خاطره لعنت ووايه.“
بلق هغۀ ته ووئيل، ”ما چې په وړومبى ځل تۀ راوغوښتلې نو ولې رانۀ غلې؟ ستا خيال دا وو څۀ چې زۀ تا له اِنعام نۀ شم درکولے؟“
بلق د غصې نه غاښونه وچيچل او بلعام ته يې ووئيل، ”ما تۀ د دې دپاره راغوښتلے يې چې زما په دشمنانو باندې لعنت ووائې، خو ګوره، د لعنت په ځائ تا د هغوئ دپاره درې ځلې برکت غوښتلے دے.
بلعام ورته په جواب کښې ووئيل، ”کوم پېغام وړُونکى چې تا ما ته رالېږلى وُو ما هغوئ ته ووئيل چې
خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى.
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،
خبردار اوسئ چې زمونږ هغه خوارى ضائع لاړه نۀ شى کومه چې مونږ په تاسو کړې ده بلکې دا چې تاسو د هغې پوره اجر حاصل کړئ.