شمېر 23:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 نو هغه واپس لاړو او وې ليدل چې بلق د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ولاړ وو او د موآب ټول مشران ورسره وُو. Faic an caibideil |
د ليوى درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو کومې قبيلې چې د هغوئ په نومونو ياديږى. د جيرسون دوه زامن وُو، لِبنى او سِمعى. د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل، او د مرارى دوه زامن وُو، محلى او موشى. هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې د هغوئ په نومونو ياديږى.