4 او خُدائ پاک هغۀ ته راڅرګند شو. بلعام ورته وفرمائيل، ”ما اووۀ قربانګاه جوړې کړې دى او يو غوَيے او يو ګډ مې په هره يوه باندې پېش کړل.“
په هغه شپه خُدائ پاک بلعام ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ چرې دا سړى تا له راغلل او درته يې ووئيل چې مونږ سره لاړ شه، نو بيا ځان تيار کړه او ورسره لاړ شه، خو هغه څۀ کوه چې څۀ درته زۀ وايم.“
خُدائ پاک بلعام ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”دا تا سره خلق څوک دى؟“
بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربانګاه جوړې کړه او ما له اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان راوله.“
مالِک خُدائ بلعام ته راڅرګند شو، ورته يې فرمائيل چې دا خبرې به کوې او واپس يې بلق ته ولېږلو چې هغۀ ته دا پېغام ورسوى.
بيا بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ايسار شه نو زۀ ځم چې وګورم چې مالِک خُدائ ما ته راڅرګنديږى او کۀ نه. چې هغه ما ته څۀ هم ووائى نو زۀ به تا ته ووايم.“ نو هغه يو خوشى غر ته لاړو،
مالِک خُدائ بلعام ته د وئيلو دپاره خبرې وښودلې او واپس يې بلق له ولېږلو چې هغۀ ته د هغۀ پېغام ورسوى.
دې وروستنو خلقو خو يوه ګينټه کار کړے دے او مونږ سره دې يو برابر کړل چا چې ټوله ورځ په سره غرمه د ځانه خولې ويستې دى.
زۀ په هفته کښې دوه روژې نيسم او څۀ چې ګټم خُدائ پاک ته د هغې نه لسمه ورکوم.
نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بېشکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى.
نو بيا مونږ په دې فخر وکړو چې د خُدائ پاک په نزد ګنې مونږ ښۀ کار کړے دے؟ نه، مونږ په دې فخر نۀ شُو کولے ځکه چې زمونږ صداقت د شريعت په بنياد نه بلکې د ايمان په وسيله دے.
خلاصون زمونږ د نېک عمل اجر نۀ دے نو په مونږ کښې دې څوک هم په خپل عمل فخر ونۀ کړى.