Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 23:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 بيا بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ايسار شه نو زۀ ځم چې وګورم چې مالِک خُدائ ما ته راڅرګنديږى او کۀ نه. چې هغه ما ته څۀ هم ووائى نو زۀ به تا ته ووايم.“ نو هغه يو خوشى غر ته لاړو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 23:3
16 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم څۀ ګورى چې يو ګډ د ښکرو نه په غنو کښې انښتے وو. هغه لاړو او راوې نيوو او د خپل زوئ په ځائ يې د سوزېدونکې قربانۍ په توګه پېش کړو.


خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل اېک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او د مورياه مُلک ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قربانۍ په توګه پېش کړه.“


نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول.


بيا يترو يوه پوره سوزېدونکې قربانى پېش کړه او ورسره يې نورې قربانۍ هم راوړلې چې د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کړى، هارون او د بنى اِسرائيلو نور ټول مشران د يترو سره د خُدائ پاک حضور ته لاړل، چې د عبادت په شکل کښې د قربانۍ دغه روټۍ وخورى.


مالِک خُدائ د خپلې حضورۍ د خېمې نه موسىٰ ته آواز وکړو او دا اصُول يې ورته وښودل.


هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به صِرف هغه څۀ وايم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته وائى.“


بلعام بلق ته ووئيل، ”د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ودرېږه او هلته به خُدائ پاک ما ته راڅرګند شى.“


بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه بلعام وئيلى وُو، هغۀ او بلعام يو غوَيے او يو ګډ په هره يو قربان‌ګاه باندې پېش کړل.


بلعام جواب ورکړو، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې زۀ به هم هغه شان کوم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته فرمائيلى دى؟“


او خُدائ پاک هغۀ ته راڅرګند شو. بلعام ورته وفرمائيل، ”ما اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړې دى او يو غوَيے او يو ګډ مې په هره يوه باندې پېش کړل.“


نو بلعام ته دا پته ولګېده چې د مالِک خُدائ رضا دا وه چې بنى اِسرائيلو له برکت ورکړى، نو هغه فال کتلو له لا نۀ ړو، لکه چې مخکښې تلے وو. هغه د صحرا په طرف روان شو


بيا اِبليس هغه د يو ډېر اوچت غرۀ څوکې ته وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ او د هغې شان او شوکت يې ورښکاره کړل


خو ما بلعام ته غوږ نۀ نيولو، نو ځکه هغۀ تاسو له برکت درکړو، او داسې ما تاسو د بلق نه بچ کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan