28 نو هغۀ بلعام د فعور غرۀ سر ته بوتلو چې صحرا ته مخامخ دے.
هغوئ د بعل د فعور بُت عبادت وکړو او بُتانو ته د پېش کړے شوو قربانو غوښې يې وخوړلې،
او د بامات نه د موآبيانو په علاقه کښې وادۍ ته لاړل، د پِسګه د غرۀ د سر نه لاندې، چې مخ يې صحرا ته دے.
بلق ووئيل، ”ما سره لاړ شه او زۀ به تا يو بل ځائ ته بوځم. کېدے شى چې د خُدائ پاک خوښه وى چې په هغوئ باندې زما دپاره د هغه ځائ نه لعنت ووائې.“
بلعام هغۀ ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربانګاه جوړې کړه او اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان ما له راوله.“
نو بلعام ته دا پته ولګېده چې د مالِک خُدائ رضا دا وه چې بنى اِسرائيلو له برکت ورکړى، نو هغه فال کتلو له لا نۀ ړو، لکه چې مخکښې تلے وو. هغه د صحرا په طرف روان شو