27 بلق ووئيل، ”ما سره لاړ شه او زۀ به تا يو بل ځائ ته بوځم. کېدے شى چې د خُدائ پاک خوښه وى چې په هغوئ باندې زما دپاره د هغه ځائ نه لعنت ووائې.“
خو هغه بدلېدونکے نۀ دے، نو د هغۀ فېصله څوک بدلولے شى؟ چې د هغۀ څۀ رضا وى نو هم هغه کوى.
د انسان په زړۀ کښې ډيرې منصوبې وى، خو کيږى هغه څۀ چې د مالِک خُدائ رضا وى.
هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فېصله کړې ده، نو څوک دا رد کولے شى؟ هغۀ خپل لاس اوچت کړے دے، څوک دا رايسارولے شى؟
”زۀ نۀ بدلېدونکے مالِک خُدائ يم. نو ځکه تاسو، اے د يعقوب اولاده، تباه نۀ شوئ.
هغوئ زمونږ نه طاقتور دى، نو زۀ درته مِنت کوم چې زما دپاره په هغوئ لعنت ووايه. نو کېدے شى چې هغوئ له شکست ورکړو او د مُلک نه يې وشړُو. ما ته پته ده چې تاسو د چا دپاره برکت غواړئ نو هغه برکت مومى او چې په چا لعنت ووايئ نو هغه لعنتى شى.“
بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”ما سره يو بل ځائ ته لاړ شه چې د هغه ځائ نه صرف لږ شان اِسرائيليان ښکارى. او د هغه ځائ نه تۀ په هغوئ لعنت ووايه.“
بلعام جواب ورکړو، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې زۀ به هم هغه شان کوم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته فرمائيلى دى؟“
نو هغۀ بلعام د فعور غرۀ سر ته بوتلو چې صحرا ته مخامخ دے.
ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى.