Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 23:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، هغوئ د يو ځنګلى غوَيى په شان طاقت لرى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 23:22
14 Iomraidhean Croise  

د زمرو د خولې نه ما راوباسه، او ما د ځنګلى غوَيانو د ښکرو نه په امان کړه.


په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.


لکه د ځنګلى غوَيى په شان تا زما ښکر اوچت کړے دے. په ښۀ تېلو باندې دې غوړ کړے يم.


هم په هغه ورځ څلور سوه دېرش کاله پوره شول، چې د مالِک خُدائ د خلقو ټولې قبيلې د مِصر نه ووتلې.


هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.


چې کله زۀ هغوئ له ماتے ورکړم، نو مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.


خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.


خلق به د ځنګلى غوَيى او د سخو په شان راوغورزيږى او زمکه به په وينه سره وى او په وازګه به پټه وى.


پېغام وړُونکى ولېږل چې د بعور زوئ بلعام راوغواړى، چې هغه د فرات د سيند سره نزدې په پتور کښې وو. هغوئ هغۀ له د بلق نه دا پېغام راوړو، ”زۀ غواړم چې تۀ خبر شې چې د مِصر نه يو لوئ قوم راغلے دے، هغوئ د زمکې مخ پټ کړے دے او وائى چې زمونږ مُلک قبضه کړى.


خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راوويستل، په هغوئ کښې د ځنګلى غوَيى په شان طاقت شته، هغوئ خپل دشمنان تباه کوى، د هغوئ هډُوکى ماتوى او په غشو باندې يې وولى.


يوسف د غوَيى په شان طاقت لرى، د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے. د هغۀ ښکرونه د منسى زرګونو خلق دى او د اِفرائيم لس زره په زرګونو خلق دى. د دې ښکرو سره هغه قومونه وهى او د دُنيا آخرى سرونو ته يې رسوى.“


مونږ د هغې نه خبر شوى يُو چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ څنګه ستاسو په وړاندې بحرِقُلزم اوچ کړو. مونږ دا هم اورېدلى دى چې تاسو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو دوه بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan