Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 23:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 بلعام بلق ته ووئيل، ”د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ودرېږه او هلته به خُدائ پاک ما ته راڅرګند شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 23:15
5 Iomraidhean Croise  

بلعام هغوئ ته ووئيل، ”تاسو نن شپه دلته تېره کړئ او چې مالِک خُدائ ما ته څۀ هم ووائى نو هغه به سبا زۀ تاسو ته ووايم.“ نو د موآبيانو مشران د بلعام سره ايسار شول.


بلق، بلعام د پِسګه د غرۀ په سر د ضُوفيم پټى ته بوتلو. هغۀ هلته هم اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړې او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه باندې پېش کړو.


مالِک خُدائ بلعام ته راڅرګند شو، ورته يې فرمائيل چې دا خبرې به کوې او واپس يې بلق ته ولېږلو چې هغۀ ته دا پېغام ورسوى.


بيا بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ايسار شه نو زۀ ځم چې وګورم چې مالِک خُدائ ما ته راڅرګنديږى او کۀ نه. چې هغه ما ته څۀ هم ووائى نو زۀ به تا ته ووايم.“ نو هغه يو خوشى غر ته لاړو،


خو ما بلعام ته غوږ نۀ نيولو، نو ځکه هغۀ تاسو له برکت درکړو، او داسې ما تاسو د بلق نه بچ کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan