13 بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”ما سره يو بل ځائ ته لاړ شه چې د هغه ځائ نه صرف لږ شان اِسرائيليان ښکارى. او د هغه ځائ نه تۀ په هغوئ لعنت ووايه.“
د بِنحدد آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو خُدايان د غرونو خُدايان دى، نو ځکه اِسرائيل مونږ له شکست راکړو. خو کۀ مونږ د هغوئ سره په مېدانونو کښې جنګ وکړُو نو مونږ به يقيناً هغوئ له شکست ورکړُو.
يو پېغمبر اخىاب بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې شاميان وائى چې زۀ د مېدانونو نۀ، بلکې د غرونو خُدائ يم، نو ځکه به زۀ تاسو د هغوئ په لوئ لښکر باندې بريالى کړم او تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
د هغۀ د لعنت کولو سره مينه وه خو دا دې په هم دۀ راواپس شى، د هغۀ برکت ورکول نۀ خوښېدل نو برکت دې هغۀ نه لرې شى.
اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“
په ورپسې سحر بلق بلعام بره باموتبعل ته بوتلو او هلته نه ورته څۀ اِسرائيليان ښکاره شول.
هغوئ زمونږ نه طاقتور دى، نو زۀ درته مِنت کوم چې زما دپاره په هغوئ لعنت ووايه. نو کېدے شى چې هغوئ له شکست ورکړو او د مُلک نه يې وشړُو. ما ته پته ده چې تاسو د چا دپاره برکت غواړئ نو هغه برکت مومى او چې په چا لعنت ووايئ نو هغه لعنتى شى.“
هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به صِرف هغه څۀ وايم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته وائى.“
بلق، بلعام د پِسګه د غرۀ په سر د ضُوفيم پټى ته بوتلو. هغۀ هلته هم اووۀ قربانګاه جوړې کړې او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه باندې پېش کړو.
بيا د موآب بادشاه صفور زوئ بلق ستاسو خِلاف جنګ وکړو. هغۀ د بعور زوئ بلعام راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې په تاسو لعنت ووائى.