11 بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”دا تا څۀ وکړل؟ ما تۀ د دې دپاره راوستلے يې چې زما په دشمنانو لعنت ووائې، خو تا د هغوئ دپاره صِرف برکت غوښتلے دے.“
دا د هغې په وجه کله چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر په لار روان وُو نو عمونيانو او موآبيانو هغوئ له اوبۀ او روټۍ نۀ وه ورکړې. او د دې په ځائ بلعام له يې پېسې ورکړې چې په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووائى، خو زمونږ خُدائ پاک هغه لعنت په برکت بدل کړو.
کوم خلق چې د مِصر نه راغلى دى هغوئ د ټولې زمکې مخ پټ کړے دے. هغه ما ته وائى چې د هغۀ دپاره په هغوئ لعنت ووايم، نو هغه به شکست ورکړى او وبه يې شړى.“
زۀ به تا له لوئ اِنعام درکړم او چې تۀ څۀ هم وائې نو زۀ به يې کوم. خو لږ راشه او په دې خلقو زما د خاطره لعنت ووايه.“
هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به صِرف هغه څۀ وايم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته وائى.“
بلق د غصې نه غاښونه وچيچل او بلعام ته يې ووئيل، ”ما تۀ د دې دپاره راغوښتلے يې چې زما په دشمنانو باندې لعنت ووائې، خو ګوره، د لعنت په ځائ تا د هغوئ دپاره درې ځلې برکت غوښتلے دے.