Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 23:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړه او ما له اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان راوله.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 23:1
19 Iomraidhean Croise  

يا به تۀ ما ته دا ووائې چې تۀ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه کوې. خو دا هغه خُدائ پاک نۀ دے چې حزقياه د هغۀ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه ختمې کړې، او هغۀ د يهوداه او د يروشلم خلقو ته وفرمائيل چې صِرف په يروشلم کښې د قربان‌ګاه سره عبادت کوئ.


هغوئ اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان حلال کړل، چې دا خبره يقينى شى چې مالِک خُدائ به د هغه ليويانو سره مدد کوى چا چې د لوظ صندوق وړلو.


د شاهى خاندان او د يهوداه د خلقو د ګناه د کفارې دپاره او د مالِک خُدائ د کور د پاکولو دپاره، هغوئ اووۀ غوَيى، اووۀ ګډان، اووۀ ګډُورى او اووۀ چېلى د يوې نذرانې په توګه بوتلل. بادشاه د هارون د اولاد اِمامانو ته ووئيل چې هغه ځناور په قربان‌ګاه باندې قربانى کړئ.


نو په دې وجه اوس اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان بوځه او زما خِدمت کوونکى ايُوب له ورشه او د خپل ځان دپاره دا د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړه، نو زما خِدمت کوونکے ايُوب به ستا دپاره دُعا وکړى، ځکه چې زۀ به د هغۀ دُعا قبلوم او ستاسو د کم عقلتوب په مطابق کار به درسره نۀ کوم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.“


زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.


مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.


زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.


مالِک خُدائ ته به هغه هره ورځ د اختر د دې اوو ورځو په دوران کښې اووۀ غوَيان او اووۀ ګډان چې ټول بې‌عېبه دى د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کوى او نر چېلے به د ګناه د نذرانې دپاره پېش کوى.


په ورپسې سحر بلق بلعام بره باموت‌بعل ته بوتلو او هلته نه ورته څۀ اِسرائيليان ښکاره شول.


بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه بلعام وئيلى وُو، هغۀ او بلعام يو غوَيے او يو ګډ په هره يو قربان‌ګاه باندې پېش کړل.


بلعام هغۀ ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړه او اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان ما له راوله.“


بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه يې وئيلى وُو او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه قربان‌ګاه باندې پېش کړل.


په اوومه ورځ اووۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى قربانى کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.


په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.


سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بې‌شکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan