41 په ورپسې سحر بلق بلعام بره باموتبعل ته بوتلو او هلته نه ورته څۀ اِسرائيليان ښکاره شول.
يربعام خپل اِمامان مقرر کړل چې هغوئ په علاقائى عبادتخانو کښې خِدمت کوى چې هلته د هغه چېلو او سخو په شکل د بُتانو عبادت کوى چې کوم هغۀ جوړ کړى وُو.
او هغوئ د بعل بُت دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې دى چې خپل بچى هلته په کښې د سوزېدونکى قربانۍ په توګه بعل بُت ته پېش کړى. د داسې کار ما نۀ هغوئ ته حکم ورکړے دے او نۀ مې په خيال خاطر کښې راغلى دى،
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به په موآب کښې هغه کسان ختم کړم څوک چې په اوچتو ځايونو کښې خپلو معبودانو ته نذرانې پېش کوى او هغوئ ته خوشبوئى سوزوى.
يوه ورځ د دې ښار حسبون نه د سيحون لښکر د اور په شان لاړو، هغوئ په موآب کښې د عار ښار وران کړو او د پاسنى ارنون غرونه يې دړې وړې کړل.
چرته چې بلق څاروى او ګډې حلال کړل او څۀ غوښه يې بلعام او هغه مشرانو له ورکړه چې د هغۀ سره وُو.
بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربانګاه جوړې کړه او ما له اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان راوله.“
بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”ما سره يو بل ځائ ته لاړ شه چې د هغه ځائ نه صرف لږ شان اِسرائيليان ښکارى. او د هغه ځائ نه تۀ په هغوئ لعنت ووايه.“
کوم مُلک چې تاسو نيسئ په هغې کښې هغه ټول ځايونه تباه کړئ چرته چې هغه خلق په لوړو غرونو، په غونډو او د لويو شنو ونو لاندې د خپلو معبودانو عبادت کوى.