40 چرته چې بلق څاروى او ګډې حلال کړل او څۀ غوښه يې بلعام او هغه مشرانو له ورکړه چې د هغۀ سره وُو.
هغۀ يو ځناور حلال کړو او دا يې په غر باندې د قربانۍ په توګه پېش کړو او يعقوب روټۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ روټۍ وخوړه او بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه.
ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى.
نو بلعام د بلق سره قِريَتحُصات ته لاړو،
په ورپسې سحر بلق بلعام بره باموتبعل ته بوتلو او هلته نه ورته څۀ اِسرائيليان ښکاره شول.
بلق، بلعام د پِسګه د غرۀ په سر د ضُوفيم پټى ته بوتلو. هغۀ هلته هم اووۀ قربانګاه جوړې کړې او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه باندې پېش کړو.
بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه بلعام وئيلى وُو، هغۀ او بلعام يو غوَيے او يو ګډ په هره يو قربانګاه باندې پېش کړل.
بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه يې وئيلى وُو او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه قربانګاه باندې پېش کړل.