Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 22:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 موآبيانو د ميديانيانو مشرانو ته ووئيل، ”زر به دا لښکر زمونږ ګېرچاپېره هر څۀ تباه کړى، لکه چې يو آزاد غوَيے په ګياه ورګډ شى.“ نو بلق بادشاه

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 22:4
13 Iomraidhean Croise  

هغوئ ميديان پرېښودو او فاران ته لاړل، چې هلته يو څو نور سړى ورسره ملګرى شول. بيا هغوئ مِصر ته سفر وکړو او فِرعون له لاړل، هغۀ حدد له لږه زمکه او کور ورکړو او د خوراک بندوبست يې ورله وکړو.


د ادوم مشران ويرېدل، د موآب مشران په لړزان آخته شول، د کنعان ټولو اوسېدونکو خپله حوصله بائيلله.


مالِک خُدائ فرمائى چې، د موآب د هر يو کور په سر او په هره لاره او کوڅه کښې ماتم او ژړا اورېدلے کيږى. ځکه چې ما موآب لکه د هغه لوښى په شان چې څوک يې هم نۀ غواړى ټوټه ټوټه کړو.


کله چې د موآب بادشاه د صفور زوئ بلق خبر شو چې بنى اِسرائيلو په اموريانو باندې څۀ کړى وُو او بنى اِسرائيل څومره بې‌شمېره وُو،


نو د موآبيانو او ميديانيانو مشرانو د لعنت غوښتلو قيمت واخستلو او بلعام له لاړل او د بلق پېغام يې ورته واورولو.


زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى. دا ستورے به د بنى اِسرائيلو نه راشى. هغه به د موآب مشران هلاک کړى او هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى.


بيا يو اِسرائيلى يوه ميديانې ښځه د موسىٰ او د ټول قوم په مخکښې خپلې خېمې ته دننه بوتله، په هغه وخت کله چې هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې ماتم کولو.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


سره د پينځو ميديانيانو بادشاهانو چې دا وُو، يعنې ايوى، رِقم، صور، حُور او رِبع. هغوئ د بعور زوئ بلعام هم ووژلو.


ستاسو خيال دا دے څۀ چې تاسو د موآب د بادشاه د صفور د زوئ بلق نه ښۀ يئ؟ هغۀ کله بنى اِسرائيلو ته د جنګ دعوت ورکړے دے څۀ؟ هغۀ کله زمونږ خِلاف جنګ کړے دے څۀ؟


بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ د ميديان خلق دې ته پرېښودل چې اووۀ کاله په هغوئ بادشاهى وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan