38 بلعام ورته وفرمائيل، ”ولې زۀ تا له رانۀ غلم؟ زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو د هغې اختيار نۀ لرم. زۀ به صِرف هغه وايم چې څۀ خُدائ پاک ما ته فرمائى.“
خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې هغه ما ته څۀ وائى نو زۀ به هم هغه ووايم.“
خو اخىاب ووئيل، ”ما درته څو ځلې وئيلى دى؟ چې کله تۀ ما ته د مالِک خُدائ په نوم خبرې کوې، نو رښتيا وايه.“
خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ به هم هغه څۀ وايم چې څۀ ما ته خُدائ پاک فرمائى.“
مالِک خُدائ د قومونو منصوبې بېنتيجې کوى، هغه د هغوئ ټولې منصوبې باطلوى.
ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.
د انسان په زړۀ کښې ډيرې منصوبې وى، خو کيږى هغه څۀ چې د مالِک خُدائ رضا وى.
زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم.
د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.
خپل جادو او کوډې ځان سره وساته، تا د وړوکوالى نه دا استعمال کړى دى. کېدے شى چې دا ستا دپاره مددګار ثابت شى، او تۀ په دې خپل دشمنان ويروى.
خو بلعام جواب ورکړو، ”کۀ بلق د خپل محل ټول سپين زر او سرۀ زر هم ما له راکړى، نو زۀ به د خپل مالِک خُدائ د يوې وړې نه وړې خبرې نافرمانى هم ونۀ کړم.
بلق هغۀ ته ووئيل، ”ما چې په وړومبى ځل تۀ راوغوښتلې نو ولې رانۀ غلې؟ ستا خيال دا وو څۀ چې زۀ تا له اِنعام نۀ شم درکولے؟“
نو بلعام د بلق سره قِريَتحُصات ته لاړو،
بلعام هغوئ ته ووئيل، ”تاسو نن شپه دلته تېره کړئ او چې مالِک خُدائ ما ته څۀ هم ووائى نو هغه به سبا زۀ تاسو ته ووايم.“ نو د موآبيانو مشران د بلعام سره ايسار شول.
مالِک خُدائ بلعام ته راڅرګند شو، ورته يې فرمائيل چې دا خبرې به کوې او واپس يې بلق ته ولېږلو چې هغۀ ته دا پېغام ورسوى.
بلعام جواب ورکړو، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې زۀ به هم هغه شان کوم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته فرمائيلى دى؟“
کۀ تۀ ما له ستا په محل کښې ټول سرۀ زر او سپين زر هم راکړې، نو زۀ د ځان نه څۀ ښۀ يا بد نۀ شم کولے، څۀ چې ما ته مالِک خُدائ فرمائى نو زۀ به صِرف هغه کوم، زۀ د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى نۀ شم کولے.“