37 بلق هغۀ ته ووئيل، ”ما چې په وړومبى ځل تۀ راوغوښتلې نو ولې رانۀ غلې؟ ستا خيال دا وو څۀ چې زۀ تا له اِنعام نۀ شم درکولے؟“
هيڅ څوک د مشرق نه تر مغربه پورې نشته، او نۀ په صحرا کښې څوک شته چې انسان اوچت کړى.
کله چې بلق خبر شو چې بلعام راروان دے، نو هغه ورَغلو چې په عار کښې ورسره مِلاو شى، دا ښار د ارنون د سيند سره د موآب په سرحد باندې وو.
بلعام ورته وفرمائيل، ”ولې زۀ تا له رانۀ غلم؟ زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو د هغې اختيار نۀ لرم. زۀ به صِرف هغه وايم چې څۀ خُدائ پاک ما ته فرمائى.“
نو ورک شه او خپل کور ته لاړ شه. زما خيال دا وو چې اِنعام به درکړم، خو مالِک خُدائ دا اِنعام ستا په قسمت کښې نۀ دے ليکلے.“
او اِبليس ورته ووئيل چې، ”زۀ به د دې ټولو اختيار تا له درکړم او هغه شان او شوکت هم چې د دې سره تړلى وى ځکه چې دا ما ته په اختيار کښې راکړے شوى دى او زۀ يې هغه چا له ورکوم چا له چې يې زما زړۀ غواړى.
تاسو څنګه د ايمان خاوندان کېدے شئ کله چې تاسو د يو بل نه د عزت اُميد کوئ او د هغه عزت لټون نۀ کوئ کوم چې د واحد خُدائ پاک له طرفه دے؟