35 خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”د دې سړو سره لاړ شه، خو صِرف هغه څۀ وايه څۀ چې زۀ درته وايم.“ نو بلعام د بلق د مشرانو سره لاړو.
خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ به هم هغه څۀ وايم چې څۀ ما ته خُدائ پاک فرمائى.“
نو ځکه ما هغوئ د دوئ د سخت زړۀ عملونو ته حواله کړل، ترڅو چې د خپلو زړونو خواهشونه پوره کړى.
د چا کردار چې بېداغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى.
کله چې بلق خبر شو چې بلعام راروان دے، نو هغه ورَغلو چې په عار کښې ورسره مِلاو شى، دا ښار د ارنون د سيند سره د موآب په سرحد باندې وو.
خو ما بلعام ته غوږ نۀ نيولو، نو ځکه هغۀ تاسو له برکت درکړو، او داسې ما تاسو د بلق نه بچ کړئ.