Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 22:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 د مالِک خُدائ فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”تا دا درې ځلې خپله خره ولې ووهله؟ زۀ ستا د ودرولو دپاره راغلې يم، ځکه چې تۀ څۀ کوې هغه زما خِلاف دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 22:32
19 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.


هغه ځناورو ته خوراک ورکوى، او کارغانو بچو ته کله چې وچغيږى خوراک ورکوى.


ستا رښتينوالے لکه د لويو غرونو په شان، ستا اِنصاف لکه د سمندر د ژوروالى په شان، اے مالِکه خُدايه تۀ خيال ساتې د انسان او هم د ځناورو.


څوک چې په نېغه لار ځى هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځى هغه يې سپک ګڼى.


د انسان په نظر کښې د هغۀ ټولې لارې هغۀ ته پاکې ښکارى، خو مالِک خُدائ د هغۀ نيت آزمائى.


د چا کردار چې بې‌داغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى.


غريب صادق انسان د دوکه مار مالدار نه ښۀ وى.


خو په نينوه کښې د يو سل او شلو زره نه زيات خلق اوسيږى څوک چې په ښۀ او بد نۀ پوهيږى، او ورسره ډېر ځناور هم دى. ولې ما ته دا نۀ دى پکار چې زۀ په دغه غټ ښار رحم وکړم؟“


اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“


په هغه شپه خُدائ پاک بلعام ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ چرې دا سړى تا له راغلل او درته يې ووئيل چې مونږ سره لاړ شه، نو بيا ځان تيار کړه او ورسره لاړ شه، خو هغه څۀ کوه چې څۀ درته زۀ وايم.“


خُدائ پاک د بلعام په تلو غصه وو. بلعام په خپله خره سور وو او ور سره دوه خِدمتګاران روان وُو، نو د مالِک خُدائ فرښته ورته په لاره کښې ودرېدله چې هغه ودروى.


بيا مالِک خُدائ خرې له د خبرو کولو طاقت ورکړو او خرې بلعام ته ووئيل، ”ما تا سره څۀ بد کړى دى؟ تا زۀ دا درې ځلې ولې ووهلم؟“


خو ستا خرې زۀ وليدم او زما نه درې ځلې واوړېدله. کۀ هغه ګرځېدلے نۀ وے، نو ما به تۀ وژلے وے او هغه خره به مې ژوندۍ پرېښې وه.“


خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”د دې سړو سره لاړ شه، خو صِرف هغه څۀ وايه څۀ چې زۀ درته وايم.“ نو بلعام د بلق د مشرانو سره لاړو.


او ورته يې ووئيل چې، ”اے د اِبليس زويه، اے د صداقت دشمنه، اے ټګه او د شرارت نه ډکه. ولې تۀ د مالِک د نېغو لارو د کږولو نه نۀ منع کيږى؟


کله چې تاسو د مِصر نه بهر په لاره کښې وئ نو هغوئ تاسو له د خوراک او اوبو درکولو نه اِنکار وکړو او د مسوپتاميه په ښار پتور کښې يې د بعور زوئ بلعام له پېسې ورکړې چې په تاسو لعنت ووائى.


د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan