31 بيا مالِک خُدائ بلعام ته فرښته څرګنده کړه چې هلته د خپلې تُورې سره ولاړه وه، او بلعام ټيټ شو او سر يې په زمکه ولګولو.
بيا خُدائ پاک د هغې سترګې کولاو کړې او د هغې نظر په چينې يو کوهى پرېوتو. نو هغه چينې له لاړه او مشک يې د اوبو نه ډک کړو او هلک له يې اوبۀ ورکړې.
داؤد فرښته وليده چې پاس په هوا کښې ولاړه وه او تُوره يې د يروشلم تباه کولو دپاره په خپل لاس کښې نيولې وه. بيا داؤد او د خلقو مشران، چا چې د ټاټ جامې اغوستې وې هغه ټول لاندې ټيټ شول او په زمکه يې سجده ولګوله.
تۀ مالِکه خُدايه يره باندې هغوئ ويروه، قومونه تۀ په دې پوهه وه چې هغوئ فانى دى.
موسىٰ سمدستى خپل سر زمکې ته ټيټ کړو او سجده يې وکړه.
خرې ورته ووئيل، ”ولې زۀ څۀ هغه خره نۀ يم چې په کومه باندې تا ټول عُمر سورلى کړې ده؟ مخکښې ما کله تا سره داسې کار کړے دے؟“ نو هغۀ ورته ووئيل، ”نه.“
څوک چې د خُدائ پاک خبرې اورى او هغه حِکمت اخلى چې د خُدائ تعالىٰ نه راځى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا وليده.
د خُدائ پاک خبرې څوک اورى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا يعنې په وېښه خوب وليدو.
خو د هغوئ په سترګو پرده اچولے شوې وه د دې دپاره چې هغه ونۀ پېژنى.
بيا د هغوئ سترګې وغړېدلې او هغه يې وپېژندلو خو هغه د هغوئ د نظر نه غېب شو.
کله چې عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ هغه يم،“ نو هغوئ وروستو شول او په زمکه پرېوتل.
چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“
يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“
هغۀ جواب ورکړو، ”يو سره هم نۀ يم، زۀ د مالِک خُدائ د لښکر مشر يم.“ يشوَع په زمکه پړمخې پرېوتو او وې فرمائيل، ”صاحِبه زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې وکړم؟“