28 بيا مالِک خُدائ خرې له د خبرو کولو طاقت ورکړو او خرې بلعام ته ووئيل، ”ما تا سره څۀ بد کړى دى؟ تا زۀ دا درې ځلې ولې ووهلم؟“
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بنى آدم له ژبه څوک ورکوى؟ ګونګول او کڼول څوک کوى؟ نظر ورکول يا ړندول څوک کوى؟ دا زۀ، مالِک خُدائ کوم.
بلعام ورته ووئيل، ”ځکه چې تا زما نه کم عقل جوړ کړے دے. کۀ زما سره تُوره وے، نو ما به تۀ وژلې وې.“
ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“
مونږ په دې پوهه شو چې ټول کائنات تر اوسه پورې د ماشوم د زيږېدو د درد په شان زبيرګى کوى.
ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”زۀ به د حکيمانو حِکمت تباه کړم، او د هوښيارانو هوښيارتيا به رد کړم.“
خو هغه په خپل قصور ملامته شو چې يوې بېژبې خرې د انسان په شان خبرې وکړې او نبى يې د ليونتوب نه منع کړو.