26 د مالِک خُدائ فرښته يو ځل بيا مخکښې لاړه، په داسې يو تنګ ځائ کښې ودرېدله چرته چې لاره دومره تنګه وه چې د اخوا ديخوا کېدو ځائ نۀ وو.
اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.
نو زۀ به هغه د ازغو په باړ کښې راګېره کړم او د هغې په لار کښې به يو دېوال جوړ کړم، چې د هغې نه خپله لاره ورکه شى.
کله چې خرې د مالِک خُدائ فرښته وليده، نو خره دېوال ته ښۀ ورنزدې شوه او د بلعام پښه يې د دېوال سره راښکله. بلعام بيا خره ووهله.
دا ځل، چې کله خرې فرښته وليده، نو هغه څملاسته. بلعام غصه شو او د امسا سره د خرې په وهلو يې شروع وکړه.