24 بيا د مالِک خُدائ فرښته ورته هلته ودرېدله چرته چې د دوو انګورو باغونو په مينځ کښې لار تنګه وه او دواړو طرفونو ته يې د کاڼو دېوال وو.
کله چې خرې د مالِک خُدائ فرښته وليده چې په لاره کښې ولاړه وه او په لاس کښې يې تُوره نيولې وه، نو خرې لاره پرېښودله او پټو ته لاړه. بلعام خره ووهله او واپس يې لارې ته راوستله.
کله چې خرې د مالِک خُدائ فرښته وليده، نو خره دېوال ته ښۀ ورنزدې شوه او د بلعام پښه يې د دېوال سره راښکله. بلعام بيا خره ووهله.