Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 22:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 کله چې خرې د مالِک خُدائ فرښته وليده چې په لاره کښې ولاړه وه او په لاس کښې يې تُوره نيولې وه، نو خرې لاره پرېښودله او پټو ته لاړه. بلعام خره ووهله او واپس يې لارې ته راوستله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 22:23
11 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د هغۀ سترګې وغړوه نو چې هغه يې وګورى.“ مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او د اليشع نوکر چې بره وکتل نو وې ليدل چې د اليشع نه ګېرچاپېره غر د اور د آسونو او جنګى ګاډو نه ډک وُو.


داؤد فرښته وليده چې پاس په هوا کښې ولاړه وه او تُوره يې د يروشلم تباه کولو دپاره په خپل لاس کښې نيولې وه. بيا داؤد او د خلقو مشران، چا چې د ټاټ جامې اغوستې وې هغه ټول لاندې ټيټ شول او په زمکه يې سجده ولګوله.


تر دې چې مختلف مارغان لکه ډينګان، ګوګوشتکې، طوطاګرکى او زاڼى هم په دې پوهيږى چې اوس موسم بدل شو او راواپس کيږى. خو زما غوره شوے قوم زما د قانون نه ناخبره دے.


صرف ما دانيال، دا رويا وليده، ما سره نورو سړو دا ونۀ ليده، خو بيا هم هغوئ داسې وحشت واخستل چې وتښتېدل او ځانونه يې پټ کړل.


خُدائ پاک د بلعام په تلو غصه وو. بلعام په خپله خره سور وو او ور سره دوه خِدمتګاران روان وُو، نو د مالِک خُدائ فرښته ورته په لاره کښې ودرېدله چې هغه ودروى.


بيا د مالِک خُدائ فرښته ورته هلته ودرېدله چرته چې د دوو انګورو باغونو په مينځ کښې لار تنګه وه او دواړو طرفونو ته يې د کاڼو دېوال وو.


زما ملګرو هغه رڼا وليدله خو د هغۀ آواز يې وانۀ ورېدو چا چې ما سره خبرې کولې.


يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“


خو هغه په خپل قصور ملامته شو چې يوې بې‌ژبې خرې د انسان په شان خبرې وکړې او نبى يې د ليونتوب نه منع کړو.


په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan