22 خُدائ پاک د بلعام په تلو غصه وو. بلعام په خپله خره سور وو او ور سره دوه خِدمتګاران روان وُو، نو د مالِک خُدائ فرښته ورته په لاره کښې ودرېدله چې هغه ودروى.
بيا ياهُو اِعلان وکړو، ”د بعل د درناوى دپاره د عبادت د ورځې اِعلان وکړئ.“ نو اِعلان وشو،
ګورئ، زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى او هغه ځائ ته مو راولى کوم چې ما تيار کړے دے.
د مِصر په لاره په يو سرائى کښې مالِک خُدائ موسىٰ له د دې دپاره راغلو چې هغه ووژنى.
هغۀ لکه د دشمن په شان خپله لينده راښکله او هغۀ خپل ښے لاس لکه د دشمن ګزار ته تيار کړو. هغۀ هغه ټول ووژل څوک چې په مونږ ګران وُو، هغۀ خپل غضب لکه د اور په شان د لور صيون په نيازبينې خېمې راوورولو.
نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل چې، ”په هغۀ باندې ”يزرعيل“ نوم کېږده، ځکه چې په لږ وخت کښې به زۀ د ياهُو بادشاه خاندان له سزا ورکړم، د هغه قتلونو انتقام به ترې نه واخلم کوم چې هغۀ په يزرعيل کښې کړى دى. او زۀ به د اِسرائيل بادشاهى هم ختمه کړم.
کله چې خرې د مالِک خُدائ فرښته وليده چې په لاره کښې ولاړه وه او په لاس کښې يې تُوره نيولې وه، نو خرې لاره پرېښودله او پټو ته لاړه. بلعام خره ووهله او واپس يې لارې ته راوستله.
د مالِک خُدائ فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”تا دا درې ځلې خپله خره ولې ووهله؟ زۀ ستا د ودرولو دپاره راغلې يم، ځکه چې تۀ څۀ کوې هغه زما خِلاف دى.
خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”د دې سړو سره لاړ شه، خو صِرف هغه څۀ وايه څۀ چې زۀ درته وايم.“ نو بلعام د بلق د مشرانو سره لاړو.