21 نو په بل سحر بلعام خپله خره کته کړه او د موآبيانو د مشرانو سره لاړو.
نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو او خپل دوه ځوانان سړى او اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدونکې قربانۍ دپاره لرګى پرې کړل او روان شو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو.
د چا کردار چې بېداغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى.
هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بېلارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.
خو هغه په خپل قصور ملامته شو چې يوې بېژبې خرې د انسان په شان خبرې وکړې او نبى يې د ليونتوب نه منع کړو.