2 کله چې د موآب بادشاه د صفور زوئ بلق خبر شو چې بنى اِسرائيلو په اموريانو باندې څۀ کړى وُو او بنى اِسرائيل څومره بېشمېره وُو،
مالِک خُدائ د هغوئ آواز واورېدو او په کنعانيانو يې بريالى کړل. نو بنى اِسرائيلو هغوئ او د هغوئ ښارونه تباه کړل او په هغه ځائ يې حُرمه نوم کېښودو.
بيا د موآب بادشاه صفور زوئ بلق ستاسو خِلاف جنګ وکړو. هغۀ د بعور زوئ بلعام راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې په تاسو لعنت ووائى.
ستاسو خيال دا دے څۀ چې تاسو د موآب د بادشاه د صفور د زوئ بلق نه ښۀ يئ؟ هغۀ کله بنى اِسرائيلو ته د جنګ دعوت ورکړے دے څۀ؟ هغۀ کله زمونږ خِلاف جنګ کړے دے څۀ؟