19 خو نن تاسو مونږ سره شپه وکړئ، نو زۀ به پته ولګوم چې مالِک خُدائ ما ته نور څۀ فرمائيل غواړى او کۀ نه.“
خو بلعام جواب ورکړو، ”کۀ بلق د خپل محل ټول سپين زر او سرۀ زر هم ما له راکړى، نو زۀ به د خپل مالِک خُدائ د يوې وړې نه وړې خبرې نافرمانى هم ونۀ کړم.
په هغه شپه خُدائ پاک بلعام ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ چرې دا سړى تا له راغلل او درته يې ووئيل چې مونږ سره لاړ شه، نو بيا ځان تيار کړه او ورسره لاړ شه، خو هغه څۀ کوه چې څۀ درته زۀ وايم.“
هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بېلارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.
او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.
په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.