18 خو بلعام جواب ورکړو، ”کۀ بلق د خپل محل ټول سپين زر او سرۀ زر هم ما له راکړى، نو زۀ به د خپل مالِک خُدائ د يوې وړې نه وړې خبرې نافرمانى هم ونۀ کړم.
خو د خُدائ پاک سړى ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ما له ستا نيم دولت هم راکړې، نو زۀ به تا سره لاړ نۀ شم او نۀ به هلته ستا نه څۀ وخورم او نۀ وڅښم.
خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې هغه ما ته څۀ وائى نو زۀ به هم هغه ووايم.“
خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ به هم هغه څۀ وايم چې څۀ ما ته خُدائ پاک فرمائى.“
يا د شهزادګانو سره چې د هغوئ سره سرۀ زر وى، چې هغوئ خپل کورونه د سپينو زرو نه ډک کړى وُو.
نو دانيال بادشاه ته جواب ورکړو، ”قربان تحفې دې بل چا له ورکړه او يا يې ځان سره کړه. خو بيا به هم زۀ دا ليکل بادشاه ته ولولم او هغۀ ته به يې مطلب بيان کړم.
خو نن تاسو مونږ سره شپه وکړئ، نو زۀ به پته ولګوم چې مالِک خُدائ ما ته نور څۀ فرمائيل غواړى او کۀ نه.“
بلعام ورته وفرمائيل، ”ولې زۀ تا له رانۀ غلم؟ زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو د هغې اختيار نۀ لرم. زۀ به صِرف هغه وايم چې څۀ خُدائ پاک ما ته فرمائى.“
بلعام هغوئ ته ووئيل، ”تاسو نن شپه دلته تېره کړئ او چې مالِک خُدائ ما ته څۀ هم ووائى نو هغه به سبا زۀ تاسو ته ووايم.“ نو د موآبيانو مشران د بلعام سره ايسار شول.
بلعام جواب ورکړو، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې زۀ به هم هغه شان کوم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته فرمائيلى دى؟“
بلعام ورته په جواب کښې ووئيل، ”کوم پېغام وړُونکى چې تا ما ته رالېږلى وُو ما هغوئ ته ووئيل چې
کۀ تۀ ما له ستا په محل کښې ټول سرۀ زر او سپين زر هم راکړې، نو زۀ د ځان نه څۀ ښۀ يا بد نۀ شم کولے، څۀ چې ما ته مالِک خُدائ فرمائى نو زۀ به صِرف هغه کوم، زۀ د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى نۀ شم کولے.“
خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى.
هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.
خو ما بلعام ته غوږ نۀ نيولو، نو ځکه هغۀ تاسو له برکت درکړو، او داسې ما تاسو د بلق نه بچ کړئ.