Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 22:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 خُدائ پاک بلعام ته وفرمائيل، ”تۀ د هغوئ سره مۀ ځه او بنى اِسرائيلو دپاره لعنت مۀ غواړه، ځکه چې ما هغوئ له برکت ورکړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 22:12
27 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.


او د صدوق د اولاد يو کس، مشر اِمام عزرياه هغۀ ته ووئيل، ”خلقو خپلې تُحفې د مالِک خُدائ کور ته راوړل شروع کړى دى، نو په دې وجه دا د خوراک دپاره کافى دى او د دې نه علاوه دا ډېر زيات هم دى. دا هر څۀ مونږ سره ځکه زيات پاتې شوى دى چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له برکت ورکړے دے.“


بختور دى هغه خلق د چا په حقله چې دا رښتيا وى، بختور دى هغه خلق د چا چې خُدائ پاک، مالِک خُدائ وى.


بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى، او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.


د هغوئ نسل به په قومونو کښې او د هغوئ اولاد به په اُمتونو کښې مشهور شى، هر څوک چې هغوئ وګورى نو پته به ورته لګى چې دا هغه خلق دى چا له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.“


اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“


کوم خلق چې د مِصر نه راغلى دى هغوئ د ټولې زمکې مخ پټ کړے دے. هغه ما ته وائى چې د هغۀ دپاره په هغوئ لعنت ووايم، نو هغه به شکست ورکړى او وبه يې شړى.“


په ورپسې سحر بلعام د بلق پېغام وړونکو له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”واپس خپل مُلک ته لاړ شئ، مالِک خُدائ زۀ تاسو سره تلو نه منع کړے يم.“


هغوئ زمونږ نه طاقتور دى، نو زۀ درته مِنت کوم چې زما دپاره په هغوئ لعنت ووايه. نو کېدے شى چې هغوئ له شکست ورکړو او د مُلک نه يې وشړُو. ما ته پته ده چې تاسو د چا دپاره برکت غواړئ نو هغه برکت مومى او چې په چا لعنت ووايئ نو هغه لعنتى شى.“


نۀ داسې جادو شته او نۀ داسې کوډې شته، چې د بنى اِسرائيلو په قوم باندې وشى. خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په حقله ووائى، ګورئ، خُدائ پاک د هغوئ دپاره څۀ کړى دى.


بيا بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ايسار شه نو زۀ ځم چې وګورم چې مالِک خُدائ ما ته راڅرګنديږى او کۀ نه. چې هغه ما ته څۀ هم ووائى نو زۀ به تا ته ووايم.“ نو هغه يو خوشى غر ته لاړو،


زۀ پرې څنګه لعنت وايم چې هغوئ خُدائ پاک نۀ وى لعنتى کړى، چې مالِک خُدائ په څۀ اِلزام نۀ وى لګولے نو زۀ پرې څنګه اِلزام ولګوم؟


دا قوم د طاقتور ازمرى په شان دے، کله چې هغه ملاست وى، هيڅ څوک دا زړۀ نۀ شى کولے چې پايې‌څوى. څوک چې بنى اِسرائيلو دپاره برکت وغواړى نو هغوئ به په خپله برکتى شى، او څوک چې ورباندې لعنت ووائى نو هغوئ به په خپله لعنتى شى.“


پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بې‌ګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“


ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى.


ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.


ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک څنګه تاسو له په هر کار کښې برکت درکړے دے. کله چې تاسو په دې لوئ بيابان کښې سرګردانه ګرځېدئ نو هغۀ ستاسو خيال ساتلے دے. هغه په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو مل وو او په تاسو باندې د يو څيز کمے هم نۀ دے راغلے.


خو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به بلعام ته غوږ نۀ نيولو، او لعنت يې په برکت بدل کړو، ځکه چې هغۀ ستاسو سره مينه لرله.


مالِک خُدائ به ستاسو په هر کار کښې برکت واچوى.


اِسرائيلو، تاسو څومره خوشحاله يئ. ستاسو په شان هيڅ څوک هم نشته، يو داسې قوم چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړے دے. مالِک خُدائ په خپله ستاسو ډال او ستاسو تُوره دے، چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له فتح درکړى. ستاسو دشمنان به راشى او د رحم دپاره به سوال کوى، او تاسو به هغوئ د پښو لاندې کړئ.“


په دُنيا کښې د يو قوم سره به هم ستاسو په شان ډېر برکتونه نۀ وى. نۀ به ستاسو يو کس او نۀ به ستاسو يو څاروے شنډ ګرځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan