11 کوم خلق چې د مِصر نه راغلى دى هغوئ د ټولې زمکې مخ پټ کړے دے. هغه ما ته وائى چې د هغۀ دپاره په هغوئ لعنت ووايم، نو هغه به شکست ورکړى او وبه يې شړى.“
قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“
هغۀ خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”د موآب بادشاه بلق هغوئ ما له رالېږلى دى، هغوئ وائى چې
خُدائ پاک بلعام ته وفرمائيل، ”تۀ د هغوئ سره مۀ ځه او بنى اِسرائيلو دپاره لعنت مۀ غواړه، ځکه چې ما هغوئ له برکت ورکړے دے.“
بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”دا تا څۀ وکړل؟ ما تۀ د دې دپاره راوستلے يې چې زما په دشمنانو لعنت ووائې، خو تا د هغوئ دپاره صِرف برکت غوښتلے دے.“
بلعام دا پېغام ورکړو، ”د موآب بادشاه بلق زۀ راوستلے يم د آرام نه، د نمرخاتۀ غرونو نه. هغۀ ووئيل چې، راشه او زما دپاره ووايه. په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووايه.
بلق د غصې نه غاښونه وچيچل او بلعام ته يې ووئيل، ”ما تۀ د دې دپاره راغوښتلے يې چې زما په دشمنانو باندې لعنت ووائې، خو ګوره، د لعنت په ځائ تا د هغوئ دپاره درې ځلې برکت غوښتلے دے.
خو ما بلعام ته غوږ نۀ نيولو، نو ځکه هغۀ تاسو له برکت درکړو، او داسې ما تاسو د بلق نه بچ کړئ.
هغۀ داؤد ته ووئيل، ”زۀ سپے يم څۀ، چې تۀ په ما پسې د امسا سره راغلې؟“ او هغۀ داؤد باندې د خپلو معبودانو لعنت وئيلو.