8 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې د يو زهريله مار نمونه جوړه کړه او په يوه ډاګه يې ولګوه، نو هر څوک چې چيچلے شوے وى او هغې ته وګورى نو روغ به شى.
هغۀ علاقائى عبادتخانې تباه کړى، د کاڼى ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې. هغۀ د زېړو مار هم ټوټې ټوټې کړو چې موسىٰ جوړ کړے وو، چې نوم يې نحشتان وو. ځکه چې تر اوسه پورې اِسرائيلو دې ته خوشبوئى سوزوله.
مالِک خُدائ رحيم او مهربان دے، زر نۀ په غصه کيږى او ډېره مينه کوى.
اے فلستيانو، په دې باندې خوشحالېږئ مۀ چې په کومه چوکه به تاسو وهل خوړل هغه ماته شوې ده، ځکه چې د دغه مار نه به زيات زهرژن مار پېدا شى، يوه داسې اژدها چې تاسو به تباه کړى.
د جنوبى صحرا د ځناورو په حقله د خُدائ پاک پېغام دا دے، هغه سفيران به په داسې خطرناک مُلک کښې سفر کوى، چرته چې ازمرى اوسيږى او چرته چې تور ماران او نور زهرژن ماران دى. هغوئ د يو داسې قوم دپاره خپل خرونه او اوښان د قيمتى تُحفو نه بار کړى دى څوک چې د دوئ هيڅ مدد نۀ شى کولے.
اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
لکه څنګه چې موسىٰ په بيابان کښې مار په ستنې راځوړند کړے وو نو اِبن آدم به ضرور هم دغسې وخېژولے شى،