Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 21:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 او د خُدائ پاک او موسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو د دې دپاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ روټۍ شته او نۀ اوبۀ شته؟ نور مونږ دا بې‌کاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 21:5
19 Iomraidhean Croise  

تۀ بې‌کسه ته خاندان او قېدى ته خوشحالى او آزادى ورکوى. خو سرکشه خلق په اوچو او سوکړو کښې ژوند کوى.


هغوئ د خُدائ پاک خلاف خبرې کولې، ”خُدائ پاک په بيابان کښې د خوراک بندوبست نۀ شى کولے؟


دوئ موسىٰ ته ووئيل، ”په مِصر کښې اديرې نۀ وې څۀ چې تا دې صحرا ته د مړ کېدو دپاره راوستلى يُو؟ ګوره، دا تا څۀ کړى دى چې مونږ دې د مِصر نه راوويستلو.


نو خلق موسىٰ ته وغورېدل او ورته يې ووئيل، ”مونږ به څۀ څښو؟“


چې کله بنى اِسرائيلو دا وليدل، نو هغوئ نۀ پېژندل چې دا څۀ شے دے او د يو بل نه يې تپوسونه کول، ”دا څۀ دى؟“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”دا هغه روټۍ ده چې مالِک خُدائ تاسو له د خوړلو دپاره درکړې ده.


د بنى اِسرائيلو قوم په دې خوراک من نوم کېښودو. دا د دڼيا د تخم په شان واړۀ وُو او رنګ يې سپين وو او خوند يې داسې وو لکه روټۍ چې په شاتو کښې پخه شوې وى.


څوک چې موړ وى هغه شهد هم د پښو لاندې کوى، خو د اوږى دپاره تريخ خوراک هم خوږ وى.


خو د هغوئ اولاد زما خلاف سرکشى وکړه، او هغوئ زما د سبت سپکاوے وکړو. هغوئ زما د حکمونو پيروى ونۀ کړه، او زما د قانون په ساتلو يې غور ونۀ کړو. چا چې د دې تابعدارى وکړه نو په دې به ژوندى پاتې شى. بيا ما وفرمائيل چې، زۀ به په هغوئ خپل قهر نازل کړم او خپله غصه به په هغوئ په صحرا کښې سړه کړم.


بلکې ټوله مياشت به يې خورئ، چې ستاسو د پوزو نه بهر راوځى او زړۀ به مو ترې موړ شى. هم داسې به وشى ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے کوم چې دلته ستاسو په مينځ کښې دے او تاسو هغۀ ته دا شکايت کړے دے چې مونږ ولې مِصر پرېښودلے دے.“


خو په ورپسې ورځ ټول قوم موسىٰ او هارون ته وغورېدو او وې وئيل، ”تاسو د مالِک خُدائ خلق وژلى دى.“


بنى اِسرائيلو موسىٰ ته وفرمائيل، ”مونږ برباد يُو، تباه يُو.


مونږ دې د مسيح آزمېښت ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا مارانو هلاک کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan