35 نو بنى اِسرائيلو عوج، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول خلق ووژل، هيڅ څوک يې ژوندى پرې نۀ ښودل او بيا هغوئ د هغۀ مُلک ونيولو.
خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.
حوريان په ادوم کښې اوسېدل، خو د عِيسو اولاد هغوئ وشړل، د هغوئ قوم يې تباه کړو او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، لکه څنګه چې وروستو بنى اِسرائيلو خپل دشمنان د هغه مُلک نه وشړل کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.
مالِک خُدائ به هغه خلق هغه شان تباه کړى، لکه څنګه چې هغۀ د اموريانو بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى وُو او د هغوئ مُلک يې تباه کړو.
هغوئ د هغۀ او د بسن بادشاه عوج په مُلک قبضه وکړه، دا د اموريانو بل بادشاه وو چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدو.
په کښې د عوج بادشاهى هم شامله وه کوم چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، چې هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کړې وه. موسىٰ دې خلقو له شکست ورکړے وو او هغوئ يې شړلى وُو.
مالِک خُدائ هغوئ له دا جواب ورکړو، ”مِصريانو، اموريانو، عمونيانو، فلستيانو،