30 خو د هغوئ اولاد تباه شوے دے، د حسبون نه واخله تر ديبون پورې، د نشيم نه واخله تر نفح پورې، چې ميدبا ته نزدې دے.“
د هغۀ غصه ناک دشمنان په هغۀ باندې سخته حمله کوى او د خپلو غشو او ليندو سره په هغۀ پسې وى.
بيا هغوئ د دېوال نه په مونږ باندې غشى راوويشتل او بادشاه سلامت، ستا يو څو آفسران ووژلے شول، ستا آفسر اورِياه حِتے هم ووژلے شو.“
هغۀ دوه دېرش زره جنګى ګاډۍ چې هغوئ په کرايه ونيولې او د معکه بادشاه لښکر راغلو او د ميدبا سره نزدې يې خېمې ولګولې. عمونيان هم د خپلو ټولو ښارونو نه راووتل او د جنګ دپاره تيار شول.
خپل دشمنان يې کړل خوارۀ د غشو په ويشتو سره، و يې زغلول د تندر په ګړزار او په برېښنا سره.
د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په ښارونو د خفګان نه ژړا کوى، هغوئ د خفګان نه خپل سرونه او ږيرې کلې کړې دى.
د ديبون ښار سره سيند په وينه باندې سور دے او خُدائ پاک به د هغه ځائ په خلقو باندې د هغې نه هم زيات مصيبت راولى. ازمرى به په هغوئ حمله وکړى چې څوک د موآب نۀ بچ وتې وى او په هغوئ هم څوک چې لا په مُلک کښې وى.
اے د ديبون اوسېدونکو د خپل شاندار تخت نه راکوز شئ او په خشکه زمکه او خاورو کښېنئ، ځکه هغه چا چې موآب تباه کړو هغه به ديبون هم ټوټه ټوټه کړى. او هغه به ستاسو ټولې قلعه ګانې راوغورزوى.
ديبون، نبو، بيتدبلاتايم،
نو اِسرائيليان د اموريانو په علاقه کښې دېره شول،
”مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو په کوم مُلک نيولو کښې مدد کړے وو په هغې کښې دا ښارونه وُو، عطاروت، ديبون، يعزير، نمراه، حسبون، اِلىعالى، سبام، نبو او بعون. دا زمکه د څاروو دپاره ښۀ ده او مونږ سره ډېر څاروى دى.
د جاد قبيلې د ديبون، عطاروت او د عروعير پاخۀ ښارونه بيا جوړ کړل.
په دې کښې حسبون او د اوچتې علاقې ټول ښارونه شامل وُو يعنې ديبون، بامات بعل، بيتبعل معون،
د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه تر عروعير او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار پورې خوره شوه او په دې کښې د ميدبا نه واخله تر ديبون پورې ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.