Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 21:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 مالِک خُدائ د هغوئ آواز واورېدو او په کنعانيانو يې بريالى کړل. نو بنى اِسرائيلو هغوئ او د هغوئ ښارونه تباه کړل او په هغه ځائ يې حُرمه نوم کېښودو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 21:3
11 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، تا په خپله سوال زارى د مظلومانو واورېدله، تۀ هغوئ ډاډه کوې او سوالونه يې اورې،


هغه به د مسکينانو دُعا قبوله کړى، او هغه به د دوئ سوال ته سپک نظر نۀ کړى.


د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده.


هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.


بيا عماليقيان او کنعانيان لاندې راغلل کوم چې هلته اوسېدل او هغوئ له يې شکست ورکړو او د حُرمه پورې يې وزغلول.


نو په هغه غرونو کښې چې کوم اموريان اوسېدل هغوئ ستاسو خِلاف لکه د مچو په شان راووتل. هغوئ د حُرمه پورې په تاسو پسې وُو او هلته يې د غرونو په مُلک ادوم کښې شکست درکړو.


خو کله چې تاسو د هغه مُلک ښارونه قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هر يو کس ووژنئ.


التولد، کسيل، حُرمه،


د يهوداه خلق د شمعون خلقو سره لاړل او هغوئ په شريکه کنعانيانو له شکست ورکړو، کنعانيان د صِفت په ښار کښې اوسېدل. هغوئ په پوره توګه ښار تباه کړو او حُرمه نوم يې پرې کېښودو.


او د حُرمه، د بورعسان، او د عتاک د ښارونو خلقو له،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan