28 يوه ورځ د دې ښار حسبون نه د سيحون لښکر د اور په شان لاړو، هغوئ په موآب کښې د عار ښار وران کړو او د پاسنى ارنون غرونه يې دړې وړې کړل.
په اور يې د هغوئ ځوانان تباه کړل، او پېغلو يې سندرې د وادۀ وانۀ ورېدلې.
نو په دې وجه به مالِک خُدائ ربُ الافواج يو داسې مرض راولېږى چې د اسور څربه جنګيالى به اوچ کلک شى. او د هغوئ لوئى به د اور په لمبو وسوزوى.
د حسبون او اِلىعالى خلق په ژړا دى او د هغوئ ژړا تر يهض پورې اورېدے شى. د موآب فوجيان په يره کښې نعرې وهى، او هغوئ بېحوصلې شوى دى.
د موآب خلق هسې خپل ځانونه ستړى کوى او هغوئ په غرونو باندې زيارتونو او خپلو عبادتخانو ته د سوال دپاره ځى، دا به دوئ له هيڅ فائده ورنۀ کړى.
نو زۀ به د صور په دېوالونو اور رانازل کړم او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى.“
نو زۀ به په تيمان اور نازل کړم او دا به د بُصره قلعه ګانې تباه کړى.“
نو زۀ به د ربه په دېوالونو اور نازل کړم، او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى. د جنګ په ورځ به د جنګ دغه شان چغې اورېدے شى، لکه د طوفان په ورځ چې تېزه سيلۍ وى.
نو زۀ به د حِزائيل په شاهى محل اور نازل کړم او دا به د بِنحدد قلعه ګانې وسوزوى.
نو زۀ به د غزه په دېوالونو اور نازل کړم، او هغه به د دې قلعه ګانې وسوزوى.
نو زۀ به په موآب اور نازل کړم، دا به د قريوت قلعه ګانې وسوزوى. څنګه چې د جنګ لويه اله ګوله شى او بيګل وغږيږى نو موآب به د جنګ په تاو کښې هلاک شى.
نو زۀ به په يهوداه اور نازل کړم او دا به د يروشلم قلعه ګانې وسوزوى.“
د واديانو ژور ځايونه چې د عار ښار پورې خوارۀ دى او چې د موآب د حد پولې ته رسيږى.“
نو دا ځکه شاعران وائى، ”د سيحون بادشاه ښار ته، حسبون ته راشه، مونږ دا آباد او ودان غواړُو.
په ورپسې سحر بلق بلعام بره باموتبعل ته بوتلو او هلته نه ورته څۀ اِسرائيليان ښکاره شول.
نن به تاسو د عار په لاره د موآب علاقې نه تېرېږئ.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د موآب خلقو له تکليف مۀ ورکوئ، چې د لوط اولاد دے او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ. ما هغوئ له د عار ښار ورکړے دے او زۀ به تاسو له د هغوئ د زمکې نه لږه هم نۀ درکوم.“
د ازغو غنې جواب ورکړو چې، کۀ تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. کۀ تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“
خو کۀ داسې نۀ وى نو ابىمَلِک ته دې اور بل شى او د شِکم او بيتمِلو خلق دې وسوزوى. د شِکم او بيتمِلو د خلقو نه دې اور بل شى او ابىمَلِک دې وسوزوى.“